سیمه ییز خبرونه

د بيات بنياد د ژمنيو بېړنيو مرستو لړۍ پيل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اړو كورنيو ته د بيات بيناد د ژمنيو مرستو پروگرام په روانه اوونۍ كې پيل شو. د دې پروگرام په لومړي پړاو كې د كابل د بگراميو په نساجي كې بيوزلې او اړې كورنۍ له مرستو برخمنې شوې.

په دې سيمه كې اړې كورنۍ له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د بيات بنياد مرستې تر يوه حده كولى شي، دغو كورنيو ته آسانتياوې را منځته كړي.

د بيات بنياد لوى مشر له هغو كسانو مننه وكړه، چې د مرستو په چمتو كولو كې يې مرسته كړې ده.

د بيات بنياد لوى مشر سناتور احسان الله بيات وايي:

ټاكل شوې، چې د افغانستان په بېلابېلو سيمو كې د تېرو كلونو په څېر دا مرستې پر اړو كورنيو ووېشل شي.

اړې كورنۍ، چې د بيات بنياد له مرستو برخمنې شوي؛ وايي:

دا بنسټ لومړنۍ اداره ده، چې هركال اړو كورنيو ته مرستې رسوي.

دوى له نورو خيريه بنسټونو هم وغوښتل، چې:

د بيات بنياد په څېر دې د مرستو لړۍ پيل كړي.

بيات بنياد پر دغو مرستو بسنه نه ده كړې، بلكې د دې بنياد گرځنده روغتيايي مركزونو هم د ناروغانو درملنه كړې ده.

لوى مشر انجينراحسان الله بيات په ډاگه كړې ده، چې:

دا بنياد د مرستو د وېش تر څنگ هڅه كوي، چې بېوزلي ناروغان هم په خپلو كورونو كې تداوي كړي.

بيات بنياد له جوړيدو راهيسې په افغانستان كې د ژمنيو مرستو پروگرام پيل كړى دى. سږ كال هم دا مرستې په بېلابېلو برخو كې پر زيانمنو او بېوزلو كورنيو وېشل كيږي.

Trending

Exit mobile version