سیمه ییز خبرونه

د بيات بنياد د ژمنيو مرستو لړۍ خوست ولايت ته ورسيده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په خوست كې بيات بنياد د لسگونه بېوزله كورنيو سره د خوراكي او ژمنيو جامو او نورو توكو مرسته وكړه.

دا مرستې د خوست والي عبدالجبار نعيمي، د بيات بنياد د لوى مشر سناتور انجنيراحسان الله بيات، د مشرانو جرگې د نړيوالواړيکو کميسيون د مشر عارف الله پښتون او يو شمېر نورو محلي چارواكو په حضور كې ووېشل شوې.

خوست والي عبدالجبارنعيمي، بيات بنياد د افغانستان په کچه هغه مرسته کوونکى بنسټ يادکړ، چې گوټ گوټ ته يې د گټورو مرستو لړۍ غزيدلې او همېشه يې د دې خاورې د مظلومو او اړو کورنيو لاسنوى کړى دى.

نوموړي خوښي وښوده، چې بيات بنياد د خپلو همکاريو په لړ کې دا ځل د خوست له بېوزله او اړو کورنيو سره د اړينو توكو مرسته وكړه.

نوموړي د بيات بنياد له مشر سناتور انجنير احسان الله بيات څخه مننه وكړه، چې په سرحدي ولايت كې يې هم بېوزله خلك له پامه نه دي غورځولي.

د بيات بنياد مشر سناتورانجنيراحسان الله بيات خوښي څرگنده كړه، چې په خوست كې له غريب او بيچاره ولس سره له نږدې كتنه كوي او دوى ته خواركي او ژمني توكي وېشي.

ده ژمنه وكړه، چې په راتلونکې کې به خپلې مرستې نورې هم پراخه کړي.

د بيات بنياد لوى مشر دا ډاډ هم څرگند كړ، چې په راتلونكي كې به په دې ولايت كې د يو روغتون د جوړولړو چارې هم پيل كړي.

مرسته شوې كورنۍ د مرستو په اخيستو د خوښۍ څرگندولو ترڅنگ په نورو بډايه هېوادوالو هم غږ وكړ، چې د بيات بنياد په شان د غريب ولس لاس نيوي ته راودانگي.

د ياد ولو وړ ده، چې په خوراكي توكو كې اوړه، وريجې او په ژمنيو توكو كې كمبلې، جمپرونه، بوټونه او د ښځينه او ماشومانو لپاره د اغوستو تودې جامې شاملې دي، چې د خوست مركز او ولسواليو پر لسگونه بېوزله خلكو ووېشل شوې.

Trending

Exit mobile version