سیمه ییز خبرونه
د بيات بنياد د ژمنيو مرستو لړۍ ننگرهار ته ورسيده
د ننگرهار ولايت جلال آبادښار په شمال ختیځ کې د گلایې دښتي د سیمې هغوسلگونه بېوزله او اړو کورنیو ماشومان ته، چې د ژمې په دې یخه هواکې د آسمان ستورو ته په نیمه خېټه د ژوند سختې شپې سباکوي، د بيات بنياد ژمنۍ مرستې ورسيدې.
بیات بنیاد دغوکورنیو ته د لاسنیوي په موخه خوراکي توکي، البسه، ژمني کالي او شړۍ ووېشل شوې.
د دغومرستو د وېش پر مهال د بیات بنیاد لوى مشر سناتور انجنيراحسان الله بيات وویل، په نږدې ورځو کې به د دوی د دې مرستولړۍ د هېواد نوروسمیو ته هم وغزول شي.
د بيات بنياد لوى مشر سناتور احسان الله بيات له ملي او نړيوالو مرستندويه بنسټونو څخه وغوښتل، چې د افغانستان اړ وگړي هير نه كړي.
د سيمې بېوزله ماشومان او د هغوی مشران وايي، د لوږې او سرپنا ترڅنگ د ښوونځیو، روغتونونو، د څښاک اوبو او د جوماتونو د نشتوالي له ستونزو سره هم مخ دي.
دوی له خیره بنسټونو او په ځانگړي توگه له بیات بنياد څخه وغوښتل، چې د یادو ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.
د بیات بنیاد لوى مشر سناتورانجنيراحسان الله بيات وايي، د خپل هېوادني مسوولیت له مخې هڅه کوو، چې په راتلوونکيو کلونو كې د خلکو دې ستونزو ته هم د حل یوه لار پیدا کړو.
د گلایي دښتي په سیمه کې د دغوټولو استوگنو کورنیو مشراو دیني عالم عظیم گل د بیات بیناد له مرستو مننه وكړه او وايي، هرهغه څوک، چې د بېوزلو لاسنیوى کوي دواړه جهانه به یې ښکلي وي.
ټاكل شوې د بيات بنياد ژمنۍ مرستې دهېواد اتلس ولايتونو ته واستول شي.
په تېرکې هم بیات بنیاد د هېواد په گوټ گوټ کې گڼ شمېرروغتونونه، روزنتونونه، کتابتونونه، ښوونځي او نورعامه ځایونه جوړکړي او پر دې سربېره یې هروخت بېوزله کورنیو ته د مرستې لاس ورکړی دى.