تازه خبرونه

د بيات بنياد علمي او فرهنگي مرستې باميان پوهنتون ته ورسيدې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د علم او فرهنگ د ودې په برخه كې د ميرمن فاطمې ليا بيات په نوښت د بيات بنياد ۱۵۰۰ ټوكه سياسي، فرهنگي، ادبي، ديني او علمي كتابونه د باميان پوهنتون ته وسپارل شول.

د بيات بنياد لوى مشر سناتور انجنير احسان الله بيات د باميان پوهنتون ته د دې كتابونو د سپارلو پر مهال لوست او مطالعه او له هر كتاب څخه گټه اخيستنه د ځوان نسل لپاره اړينه وبلله.

د باميان پوهنتون رييس پوهنيار علي ياور سيرت او د دې پوهنتون د كتابتون مسوول سيد هاشم هنايش دا مرسته د عملي وړتياوو د لوړولو لپاره ډېره گټوره وبلله او له ټولو علمي او فرهنگي بنسټونو څخه يي وغوښتل، چې د محصلانو د علمي وړتياوو د لوړولو لپاره له پوهنتونونو سره زياته همكاري وكړي.

باميان، چې لرغونى تاريخ لري، په اوسنيو شرايطو كې د نورو ولايتونو په پرتله مطلوب شرايط نه لري؛ خو د علم او پوهې د زدهكړې په برخه كې د دې ولايت د خلكو هڅې د دې سبب شوي، چې دا ولايت يو بااعتباره ځاى ونيسي.

مخكې له دې هم بيات بنياد په باميان پوهنتون كې د مريم بيات په نوم د نجونو ليليه جوړه كړې وه، چې گټې اخيستو ته سپارل شوې ده.

په باميان پوهنتون كې څه باندې ۵۰۰۰ محصلين په بېلابېلو پوهنځيو كې پر زدهكړو بوخت دي.

د يادونې وړ ده، د بيات بنياد لخوا دا ډول مرستې د هېواد له ۱۵ نورو پوهنتونونو سره هم شوې دي.

Trending

Exit mobile version