سیمه ییز خبرونه

د بيات بنياد له خوا پر خوارځواكو ماشومانو د قوي خوراكي توكو مرستې ووېشل شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

بيات بنياد په كابل كې پر يو شمېر خوارځواكو ماشومانو د قوي خوراكي توكو مرستې ووېشلې. دغه مرستې بيات بيناد د مرستيال حاجې محمد اسماعيل او د سيمې د يو شمېر سپين ږيرو په حضور كې پر دغو ماشومانو ووېشل شوې.

د بيات بنياد له خوا پر خوارځواكو ماشومانو د قوي خوراكي توكو د مرستې لړى، چې د روان كال له پېل څخه د هېواد په مركز او ولايتونو كې پېل شوې وه، دا ځل له دغو مرستو د كابل يو شمېر بې وزله كورنۍ هم برخمنې شوې.

د دغه بنسټ مرستيال حاجې محمد اسماعيل ټينګار وکړ، چې په پلازمينه او ولايتونو كې به له روغتيايي مركزنو سره د دوى دا ډول مرستې دوام وكړي.

يو شمير كورنۍ، چې دغه مرستې يې تر لاسه كړې وې، د بيات بنياد څخه د مننې تر څنګ وايي:

د دغو مرستو دوام يې له خوارځواكۍ څخه د ماشومانو د ژغورنې لپاره اړينې دي.

خوارځواكي په هېواد كې يوه له هغو روغتيايي ستونزو څخه ده، چې ګډ كار ته اړتيا لري.

بيات بنياد په دې برخه كې د مرستې پر موخه تر اوسه د قوي خوراكې توكو زرګونه بستې پر بې وزلو كورنيو او روغتيايي مركزنو وېشلې دي.

Trending

Exit mobile version