سیمه ییز خبرونه

د بيات بنياد مرستې د فارياب ولايت بېوزلو كورنيو ته ورسيدې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بيات بنياد لومړى غير دولتي بنسټ دى، چې د فارياب ولايت د اړو خلكو مرستې ته يې ور دانگلي دي.

د بيات بنياد لوىمشر سناتور احسان الله بيات دغه ولايت ته سفر وكړ او پر بېوزلو خلكو خوراكي توكي او ژمنۍ جامې ووېشل شوې.

د بيات بنياد لوى مشر سناتورانجنير احسان الله بيات وايي، چې دا مرسته به نورو ولايتونو ته هم وغزول شي.

محمد الله بتاش د فارياب د بيات بنياد دا مرستې ستايي او وايي، بيات بنياد په تېرو كلونو كې هم پراخې مرستې كړې دي.

يو شمېر هغو كسانو، چې  دا مرستې يې ترلاسه كړي وايي، له دې مرستو سره به يې څه نا څه ستونزې راكمې شي.

بيات بنياد هركال د ژمي په رارسيدو خپلې ژمنۍ مرستې پيلوي.

د دغه بنسټ مسوولين وايي، كه څه هم دا مرستې نه شي كولى په ټول افغانستان كې بېوزله كسان د خپلو مرستو تر پوښښ لاندې راولي؛ خو هڅه كوي، چې په ډېرو سيمو كې له بېوزلو كسانو سره مرسته وكړي.

Trending

Exit mobile version