سیمه ییز خبرونه
د بيات بنياد مسوولينو د استقلال روغتون د ناروغانو پوښتنه وكړه
د بيات بنياد د خپلو بشري مرستو په دوام دا ځل د گلانو له گيډيو سره د استقلال روغتون د ناروغانو پوښتنې ته ور ودانگل .
ميرمن فاطمه ليا بيات په دې كتنه كې ناروغانو ته د گلانو گيډۍ او نغدي ډالې وركړې.
د بيات بنياد د كاري مديريت مشرې ميرمن ليا بيات د استقلال روغتون د بستر ناروغانو د ستونزو او اړتياوو په اړه له داكترانو سره اړينې خبرې وكړې.
د استقلال روغتون رييس محمد علي ايشان د بيات بنياد دوامداره ليدنې وستايلې او د دوى د نورو ډېرو خواخوږيو او همكارۍ غوښتونكى شو.
بيات بنياد دوه كاله مخكې دې روغتون ته يوه سړه خونه هم جوړه كړې او په بېلابېلو مناسبتونو يې د دغه روغتون له ناروغانو سره نغدي مرستې هم كړې دي .
هغه ناروغان، چې د بيات بنياد چارواكي يې پوښتنې ته ورغلي؛ د نوموړي بنياد مرستې ستايې او غواړي، چې خپلو دې مرستو ته دوام وركړي.
د دغه روغتون د نسايي ولادي څانگې مسوله داكتر صالحه وايي:
روغتون ته زياتره داسې كسان مراجعه كوي، چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه وي.
نوموړې زياته كړه، چې مرستندوى بنسټونه بايد خپلې مرستې جاري وساتي.
د بيات خيريه بنياد د خپلو خيريه مرستو په دوام دوه كاله وړاندې د استقلال په روغتون كې يوه سړه خونه، چې د نشتوالي له امله يې دغه روغتون له ستونزو سره مخ و جوړه او له دې امله يې ډېرې ستونزې حل كړې.
بيات بنياد په هېواد كې د روغتايي وضعيت د ښه والي په لاره كې په ټول هېواد كې د روغتونونو پر جوړولو سربېره ستر بېخبنايي كارونه هم كړي، چې هركال دا بنسټونه لسگونه زره كسانو ته خدمتونو وړاندې كوي.