پرمختګ او بشپړتیا
د بيات رسنيز مركز د ټول افغانستان په كچه پراختيا مومي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د بيات رسنيز مركز رييس سناتور مشر احسان الله بيات وايي، افغا نستان به د رسنيو په برخه كي يوه روښانه راتلونكي ولري.
د افغانستان په كچه د دغه لوي رسنيز مر كز له پرانيستلو څو ورځي وروسته د ياد مركز د مسوولينو له لوري د بيات رسنيز مركز يو شمېر كاركوونكي تقديركړل.
دوى د دغه نوي مركز په پرانيستلو كي د ډېرو هڅو او زيار له كبله د ياد مركز د مسوولينو له خوا څخه وستايل شول.
سناتور احسان الله بيات د بيات رسنيز مركز مشر وايي، چي د دغه رسنيز مركز پرانيستل د افغانستان د راتلونكي د رسنيو لپاره يوه روښنايي ده.
د آريانا نيوز راديو تلويزون د بيات د رسنيز مركز مهمه برخه جووي، چي د ياد رسنيز مركز له پرانيستلو سره يي يو ځاى په فعاليت پيل وكړو.
د دغه رسنيز مركز موخه په افغانستان كي د ملي يوالي تيگښت او د فرهنگي ميراثونو پالل ښودل شوي دي.