تازه خبرونه

د بيات رسنيو مركز پر سرينا هوتل د بريدگرو خوځنده انځورونه تر لاسه كړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سرينا هوټل د امنيتي كمرو اخيستل شوي انځورونه آريانا او آريانا خبر تلويزيونونو خپاره كړل. دا انځورونه ښيي، چې بريدگرو څنگه او كله وكولى شول سرينا هوتل ته، چې د كابل په مركزى او امنيتي سيمه كې جوړ شوى، ننوزي.

په دې تصويرونو كې داسې ښودل كيږي، چې د بريدگرو پلټنه هم لكه، چې په كار ده، نه كيږي.

په تصويرونو كې ښودل كيږي، چې د بريدگرو څلور جوړې بوټان دومره لوى دي، چې له ليرې ښكاري.

بريدگرو ته، چې څلور تنه دي؛ په شپږ بجو او ۵۷ دقيقو په بشپړ ډاډ په سيمه ييز لباس له ساده تلاشۍ وروسته سرينا هوټل ته د ننوتو اجازه وركول كيږي.

بريدگرو د خپلو ۳۰ سانتي بوټانو په تليو كې تومانچې ځاى په ځاى كړې وې او په بوټانو كې يې داسې تكنالوژي كارولې، چې امنيتي مامورين د پلټنې پر مهال غولولي دي.

دوى له لومړۍ دروازې څخه له تېريدو وروسته دوه يمې دروازې ته ځي او وروسته درېيمې دروازې ته، چې ماشين او د اكسرې دروازه په كې ده، دننه كيږي. دلته هم يوه ساده تلاشي كيږي او له الكترونيكي دروازې له تېرېدو وروسته د هوتل انگړ ته دننه كيږي.

بل تصوير دا څلور بريدگر ښيي، چې د هركلي سالون ته ځي؛ يو سړى، چې ښايي د كابل سرينا هوټل له ساتونكيو څخه وي، په دقت سره د بريدگرو پر لور گوري او تر يو ځاى پورې يې څاري. يعنې داسې ښكاري، چې پر دوى شكمن شوى دى.

د دې تصويرونو پر بنسټ بريدگر پچش ډوله تومانچې او گولۍ له خپلو بوټونو څخه را وباسي او دهليز له لارې د خوراك سالون ته ننوځي . خلك يې په ليدلو له وېرې او ترهې سره مخ كيږي. په دې ويديو كې د يوې ميرمنې انځور هم ليدل كيږي. بريد گر له هغو كسانو سره، چې په انځورونو كې نه ښكاري، نښته كوي؛ خو دغه مهال د امنيتي كسانو غږ نه اوريدل كيږي، چې ميلمانه له بريد وژغوري. په داسې حال كې، چې يو بريدگر له كوم چا سره د گرځند پر ليكه خبرې كوي.

په پاى كې له ۳۰ دقيقو وروسته امنيتي ځواكونه د هوتل صالون ته رارسيږي او سيمه تر څارنې لاندې نيسي.

بله ويديو ښيي، چې د صالون په دروازه كې يو بريدگر د امنيتي ځواكونو له خوا وژل شوي دى او بيا د څلور واړو مړي ښودل كيږي، چې وژل شوي دي.

په بل انځور كې درې بهرني ښودل كيږي، چې په دې بريد كې وژل شوي دي. دغه راز د عبدالله ولي زي د شركت د رييس مړى ښودل كيږي، چې بريدگرو وژلى دى. په دې انځور كې له بريدگرو څخه تر لاسه شوي شيان هم ښودل كيږي.

په بل تصوير كې د دوه بهرنيو ميرمنو مړي ښودل شوي، چې د هوتل په صالون كې وژل شوې دي.

له دې ټولو دردناكه د احمد سردار په گډون د ده د ميرمنې، اووه كلن او ۴ كلنو زامنو مړي، چې په سر او سينې ويشتل شوي ښودل كيږي. د هغه درېيم زوى، چې په پېښه كې ټپي شوى او اوس په روغتيايي څانگه كې د كوما حالت لري تر څارنې لاندې دى.

له بريدگرو دوه تذكرې پاتې شوي، چې يو يې د كندهار اوسيدونكى ۲۳ كلن ظهور د دوستم زوى او بل آغامحمد نوميږي، چې ۲۲ كلن او د كندهار ولايت د نادر گل زوى دى.

دا، چې دغو بريدگرو څنگه وكولى شول كابل سرينا هوتل ته له سختو امنيتي تدابيرو سره سره په دې آسانۍ ننوزي هغه پوښتنه ده، چې تر دې دمه بې ځوابه پاتې ده.

Trending

Exit mobile version