سیمه ییز خبرونه
د بيارغونې ولايتي ډلو په وتلو سره پرمختيايي چارو کې تشه رامنځ ته كېدونكې ده
د افغانستان له ځينو سيمو د بيارغونې د ولايتي ډلو په وتلو سره پرمختيايي چارو کې تشه رامنځ ته كېدونكې ده. د كليو د پراختيا او بيارغونې وزير د كابل په درېيو شمالي ولسواليو كې د ملي پيوستون د شپېتو پروژو د پرانيستلو پرمهال وويل، چې دوى له يوشمېر هېوادونو سره د خبرو په حال كې دي، چې وكولاى شي لږ ترلږه د دې تشې مخه ونيسي.
د كليو پراختيا او بيارغونې وزارت د كابل په كلكان، ميربچه كوټ او فرزه ولسواليو كې د ملي پيوستون پروګرام دوهم پړاو پېل شو.
د دې پړاو په پېلېدو سره له شپېتو ډېرې ټولګټې پروژې، چې خلكو د لومړيتوب په توګه پېژندلې د پلې كېدو په حال كې دي.
په دې پروژو ۱۲۶ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د نړيوالو په مرسته د كليو پراختيا او بيارغونې وزارت له خوا څارل كېږي.
د سيمې يو شمېر اوسېدونكي خوښي ښيي، چې په دې سره به يې ځينې ستونزې حل شي.
په همدې وخت كې د كليو پراختيا او بيارغونې وزير وېس احمد برمك وايي، دوى له يو شمېر مرسته كوونكو هېوادونو سره په اړيكه كې دي او غواړي د پرمختيايي تشو مخه ونيسي، چې په ځينو سيمو كې د بيارغونې د ولايتي ډلو له وتلو وروسته رامنځ ته شوې ده.
د ملي پيوستون پروګرام، چې ډېر په كليوالو سيمو كې كار كوي په ۲۰۰۲ كال كې د دغه پروګرام له پېلېدو را په دې خوا تر اوسه اويا زره پروژې پلې كړي دي.
