تازه خبرونه

د بيان شمال د رسنيز مركز پخوانۍ خبرياله پلوشه توخى ووژل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په مزارشريف كې د بيان شمال د رسنيز مركز پخوانۍ خبرياله پلوشه توخى په خپل كور كې وژل شوې ده.

د پلوشې توخي كور د مزارشريف په درېيمه امنيتي حوزه كې د څو دولتي او امنيتي ادارو په ګاونډ كې دى.

د سې شنبه په ورځ (د وږي ۲۵) يو تن د دې كورته په دې پلمه ورننوځي، چې د قرانكريم د ختم كارت يې ورته راوړى، وروسته  له پلوشې يې اوبه غوښتې.

د پلوشې پلار محمد سلیم توخی وايي، كله يې، چې لور دې شخص ته اوبه راوړې، خو چې ګوري په دروازه كې هغه نشته.

د شپږ ويشت كلنې پلوشې توخي پلار وايي، لور يې نوې د ماسترۍ دوره بشپړه كړې وه.

هغه زیاتوي، بريد كوونكي له هغه وروسته چې پلوشه يې په سر او نور بدن په چړو وهلې تښتېدلى،

نوموړيوویل، له چا سره دښمني نه لري او پوليس يې بايد د لور قاتل ونيسي.

په مزارشريف كې د بيان شمال رسنيز مرکز،چې د ايسف د رسنيو مركز هم بلل كېږي مشر نظیف الله مجیديوايي، مېرمن توخي له دوو كلونو را په دېخوا له دوى سره كار نه كاوه او ښايي له كوم ګواښ سره به مخامخ وه.

د بلخ د پوليسو قومانداني كه څه هم، چې د دغې خبريالې وژنه تائيدوي، خو له ډېرو هڅو سره سره حاضر نه شول، چې په دې اړه خبرې وكړي.

دا په داسې حال كې ده، چې څه موده وړاندې په مزارشريف كې د يوې راديو چلوونكي په خپل كور كې د وسله والو له خوا وژل شوى وو.

 

 

Trending

Exit mobile version