پرمختګ او بشپړتیا
د بي ام سي پرانيسته د بيان آزادي پياوړې كوي
په وروستيو ۱۳ كلونو كې يو څه، چې ډېر د پام وړ دي، د رسنيو او د بيان د آزادي وده ده. په دې ۱۳ كلونو كې افغانستان د بيان د آزادي په برخه كې اوږده لار وهلې؛ خو ۲۰۱۴م كال په يوه ډول د ځينو رسنيو لپاره د خطر زنگ دى.
د افغانستان د ژور نالستانو د ملي ټولنې رييس عبدالحميد مبارز وايي:
زياتره اندېښنې له دې دي، چې ممكن د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته د بيان آزادي محدوده شي او يا هم د بيان د آزادۍ په برخه كې د تېرو ۱۲ كلونو په ترڅ كې تر لاسه شوې لاسته راوړنې له لاسه ووځي.
خبريال بشير احمد قاصاني وايي، له دې ټولو اندېښنو سره سره د بيات رسنيز مركز، چې په كې د آريانا تلويزيون، آريانا نيوز تلويزيون، آريانا راديو، آريانا نيوز راډيو كولى شي، د بيان د آزادي په برخه كې را ټوكيدلو اندېښنو ته ځواب وركړي.
خبريال عزيز فروغي وايي، په افغانستان كې د رسنيو د ستر مركز له پرانيستل كيدو سره به د بيان د آزادۍ د راتلونكې په برخه كې شته اندېښنې له منځه ولاړې شي.
ليكوال او شاعر پرتو نادري وايي، په كابل كې د دغه ستر رسنيز مركز له پرانيستل كيدو سره به د رسنيو تر منځ سالم رقابتونه هم زور واخلي.
د بيات مډيا سنټر مسوولين وايي د آريانا خبر شبكه د بيات مډيا سنټر يوه لويه برخه جوړوي، چې آريانا نيوز به له نورو خبري شبكو سره سيالي پيل كړي او ډېره پاملرنه به په افغانستان كې ملي يوالي ته راواړوي.