تازه خبرونه
د بښنې نړیوالې ادارې د پاکستان په هوایي بریدونو کې د ځاني زیانونو د څېړنې غوښتنه وکړه
دې ادارې ټینګار کړی، چې دا پېښه باید پوره، خپلواکه او بېپرې وڅېړل شي.
د بښنې نړیوالې ادارې د لیندۍ پر دوهیمه په ننګرهار ولایت کې د پاکستان د شپنیو هوايي بریدونو له کبله عامو خلکو ته پر رامنځته شویو ځاني او مالي زیانونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
دې ادارې ټینګار کړی، چې دا پېښه باید پوره، خپلواکه او بېپرې وڅېړل شي.
د بښنې نړیوالې ادارې زیاته کړې؛ دا لومړی ځل ندی، چې د هوایي بریدونو په بهیر کې ملکي وګړو ته ځاني او مالي زیان رسیدلی دی. له دې مخکې هم د ۲۰۲۵ کال د اوکټوبر او ډسمبر ترمنځ د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د ۷۰ ملکي وګړو د «شهادت» او د ۴۷۸ نورو د ټپي کېدا پړه پر پاکستانيو پوځیانو وراچولې وه؛ هغه مهال و، چې د افغانستان اسلامي امارت او پاکستاني پوځ ترمنځ تاوتریخوالی او نښتې زیاتې شوې وې.
دې ادارې یو ځل بیا په شخړه کې له ښکېلو ټولو خواوو وغوښتل، چې نړیوالو قوانینو ته پر پاملرنه ملکي وګړو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.