تازه خبرونه

د بښنې نړیوالې ټولنې د افغان شتمنیو په اړه د بایډن د پرېکړې لغو کېدل وغوښتل

Published

on

د بخښنې نړیوالې ټولنې د افغان شتمنیو په اړه د امریکا دا پرېکړه، چې د افغانستان نیمایي شتمني دې د سپټمبر د یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ورکړ شي؛ ناعادلانه او ناسمه یاده کړه.

د دې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې د هغو کسانو ندي، چې په امریکا کې یې د سپټمبر د ۱۱ بریدونه کړي دي. امریکا باید له دې کاره ډډه وکړي.

د بخښنې نړیوالې ټولنې له ډېرې وخت راپدیخوا په امریکا کې د سپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو د قربانیانو او ژوندي پاتې شویو کسانو د تاوان غوښتنه کړې ده.

د سپټمبر د يوولسمې د پېښې عاملين بايد حساب ورکړي؛ خو دا پيسې د افغانانو دي. که دا کار وشي؛ افغانان به له لوږې سره مخ شي.

دې پرېکړې د افغانانو د بېلابېلو بنسټونو غصه هم راوپاروله او هغه “ښکاره غلا” او “اخلاقي زوال” نوموي او د لغو کېدو غوښتنه یې کړې ده.

اسلامي امارت د بښنې نړیوالې ټولنې له دې غوښتنې هرکلی کړی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه ویلي؛ هر هېواد، هر فرد او هره نړیواله ټولنه، چې د افغانانو د حقونو په خپلولو کې همکاري کوي؛ مونږ یې د زړه له کومي مننه او هرکلی کوو.  

څه وخت مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د افغانستان مرکزي بانک اووه میلیارډ ډالرو نیمایي د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو پر کورنیو او نیمایي نورې یې د بشري مرستو تنظیموونکیو ووېشل شي.

Trending

Exit mobile version