تازه خبرونه

د بښنې نړیوالې ټولنې مشرې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستونزو د اواري غوښتنه وکړه

Published

on

د بښنې نړیوالې ټولنې مشرې اګنیس کالامارد د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته یو لیک استولی، چې په کې د افغان کډوالو د ستونزو د اوارېدو غوښتنه شوې ده.

په لیک کې ویل شوي، پاکستان د کډوالو او پناه غوښتونکیو د خوندیتوب لپاره ملي قانون نلري او نه هم دغه هېواد د کډوالو د وضعیت معلومولو لپاره له کومې جوړه شوې کړنلارې برخمن دی.

کالامارد لیکلي، چې له اسنادو پرته افغانان په لویه کچه کور او استوګنې ته د لاسرسي توان نلري؛ ځکه، چې دوی نشي کولی د کور څښتن قانع کړي، چې خپل کور دوی ته پر کرایه ورکړي.

هغې زياته کړې؛ افغانان نشي کولى بانکي حسابونه پرانيزي او يا هم په بهر کې له خپلوانو څخه پخپل نوم پيسې ترلاسه کړي. دوی نشي کولی د پېژندنې اسنادو او پالیسیو نشتوالي له کبله د خپلو ګرځند تیلیفونونو لپاره سیم کارتونه ترلاسه کړي؛ ځکه، چې بهرنيان د کورنیو چارو وزارت له اجازې پرته د سیم کارتونو له ترلاسه کولو څخه منع دي.

کالامارد د پاکستان له حکومت غوښتي، چې افغانانو ته د دوی د استوګنې د منظمولو او له تبعیض پرته د ماشومانو د زدکړې او روغتیایي پاملرنې په ګډون خدماتو ته د لاسرسي یوه وسیله برابره کړي.

هغې دا هم څرګنده کړې: د پاکستان حکومت باید هغه افغانان ونه نیسي، چې د ویزې نوي کولو ته اړتیا لري، چې له پولې څخه افغانستان ته واوړي؛ ځکه، چې دا به د “بېرته ستنېدو” یوه بڼه وګڼل شي.

کالامارد ویلي؛ د پاکستان قانون پلي کوونکي باید د سوله ییزو مظاهرو او راټولېدنې د حق په ګډون د مهاجرینو او کډوالۍ حقونه هم خوندي کړي او د نااسنادو پر پلمه د افغان مهاجرینو/ پناه غوښتونکیو نیول باید ودرول شي.

Trending

Exit mobile version