تازه خبرونه

د بښنې نړیوال بنسټ ایران او ترکیه د افغان کډوالو پر شړلو تورنوي

Published

on

د بښنې نړیوالې ټولنې د چارشنبې پر ورځ د وږي ۹ په یوه راپور کې په ډاګه کړې؛ ایران او ترکیه د افغان کډوالو د ورننوتلو مخه نیسي او یا یې بېرته افغانستان ته ستنوي، چې دا کار له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په زمري / اګست میاشت کې له هغې وروسته، چې امریکا له دغه هېواده د وتلو ګډوډي جوړه کړه؛ په سلګونه زره کسان له افغانستان څخه ووتل.

د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، چې ډېري یې بېوزلي دي؛ حتا پاسپورتونه یا نور معتبر سفري اسناد نلري، خو دوی په ځانګړي توګه د سرحدي پولیسو ګواښلي، وژلي، ټپیان کړي او یا یې له پولې بېرته رااړولي دي.

په راپور کې راغلي: ایران او ترکي امنیتي ځواکونو په غیرقانوني بڼه د هغو افغانانو پر وړاندې وسلې کارولي، چې هڅه کوي په ناقانونه توګه له پولې څخه تېر شي.

د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، چې دوی په دې اړه له ۷۴ افغانانو سره د مرکو پر بنسټ روښانه کړې، چې حتا ماشومان یې د کورنیو له غړیو سره پېرته ستانه کړي دي.

نادولتي بنسټونه د ایراني او ترکي چارواکو لخوا د غیر قانوني وژنو، د ډزو په واسطه د ځورولو او نورو غیرقانوني راستنیدو، پخپلسر نیول، بندیانول، ځورول او ناوړه چلند ډېرې قضیې په ګوته کړي دي.

په ځانګړې توګه، په تېر کال کې د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا د ۱۱ افغانانو او د ترکي ځواکونو لخوا د درې افغانانو د وژلو اسناد ثبت شوي دي.

د نړیوالو قوانینو له مخې، هېوادونه اړ دي، چې د پناه غوښتنې حق ومني او د مهاجرینو له اجباري بېرته ستنولو ډډه وکړي.

Trending

Exit mobile version