تازه خبرونه

د بګرام هوایي ډګر رادار او مخابرې سیستم بیا فعال شو

Published

on

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي، چې د بګرام هوایي ډګر د رادار او مخابرې سیستم د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته بیا معال شو.

دې ادارې زیاته کړې، چې دغه سیسټم د دې ادارې تخنیکي ډلې فعال کړی دی.

د ملکي هوایي چلند اداره وایي؛ د دې ادارې د تخنیکي ټیم لخوا د بګرام هوايي ډګر د رادار او مخابرې سیستم ، چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته غیر فعال شوی و؛ یو ځل بیا فعال شو.

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې؛ دا دوه سیسټمونه به د باګرام هوايي ډګر او حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د الوتکو لارښود لپاره کارول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي ځواکونه تېره جمعه له بګرام هوایي اډې وتلي او هغه یې د افغانستان دفاع وزارت ته سپارلې ده.

Trending

Exit mobile version