تازه خبرونه
د بګرام په هوايي اډه کې د امریکايي پوځي الوتکو د ناستې اوازې رد شوې
دا څرګندونې له هغې وروست وشوې، چې په ټولنیزو رسنیو او ځینو خبري سرچینو کې د بګرام اډې ته د امریکایي ځواکونو د راستنېدو په اړه اوازې خپرې شوې؛ خو د اسلامي امارت ویاند دا راپورونه “د عامه اذهانو د ګډودولو لپاره تبلیغات” وبلل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې پر( د وري اووهلسمه) په بګرام هوايي ډګر کې د امریکا د C-17 پوځي الوتکې د ناستې په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل او وایي، چې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې او د داسې عمل اجازه به ورنکړ شي.
دا څرګندونې له هغې وروست وشوې، چې په ټولنیزو رسنیو او ځینو خبري سرچینو کې د بګرام اډې ته د امریکایي ځواکونو د راستنېدو په اړه اوازې خپرې شوې؛ خو د اسلامي امارت ویاند دا راپورونه “د عامه اذهانو د ګډودولو لپاره تبلیغات” وبلل.
ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې داسې پېښه “ناممکنه” ده.
نوموړي زیاته کړې؛ “اوسمهال په افغانستان کې د هیڅ هېواد پوځي شتون ته اړتیا نشته او اسلامي امارت به د داسې عمل اجازه ورنکړي.”
د بګرام هوايي ډګر، چې په پروان ولایت کې پروت دی؛ د دوه لسیزو لپاره په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو بنسټیزه اډه وه، چې د ۲۰۲۱ کال په جولای کې بشپړه تخلیه او پخواني جمهوري حکومت ته وسپارل شوه. د همدې کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته دا اډه د اسلامي امارت تر کنټرول او څارنې لاندې راغله.
له هغه وخت راپدېخوا د بګرام په اډه کې د بهرنیو ځواکونو د شتون په اړه هیڅ باوري شواهد خپاره شوي نه دي.
