سیمه ییز خبرونه

د بگرام د ۸۸ بنديانو دوسيې دې قانوني بنسټونه وڅېړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله او بشري حقونو ته د ځيرتيا موسسه د بگرام زندان د بنديانو د دوسيو د څېړلو كميتې له خوا د دغه زندان د ۸۸ بنديانو خوشي كولو احتمال له قانون څخه سرغړونه، نړيوالې ټولنې ته د افغان دولت د ژمنو او د قربانيانو له غوښتنو خلاف كار بولي.

د انتقالي عدالت د ډلې غړى عبدالله احمدي وايي، د دغه بهير دوام به د هېواد او سمې امنيت له گواښ سره مخ كړي.

د دې ډلې د يو بل غړي رحيم جامي په وينا، كه ياد بنديان خوشي شي؛ نو راتلونكې ټاكنې به له ننگونو سره مخ شي.

د عدالت لپاره د ښځو همغږۍ د ډلې رييسه اليا جواد وايي:

د بگرام زندان د بنديانو د دوسيو د څېړلو كميټې له خوا د يادو بنديانو خوشي كيدل د افغانستان د خلكو او په ځانگړى ډول د ښځو له حقونو سره جفا ده.

په پام كې ده، چې د بگرام زندان د بنديانو د دسيو د څېړلو كميټه له دغه زندان څخه ۸۸ بنديان خوشي كړي؛ خو دغې پرېكړې د افغانستان د خلكو او د مدني ټولنو غبرگونونه را پارولي دي.

د انتقالي عدالت د همغږۍ د ډلې غړي وايي، كه افغان دولت د دغو بنديانو دوسيې په جدي توگه ونه څېړي؛ نو د ملگرو ملتونو له امنيت شورا څخه به وغوښتل شي، چې د دغو بنديانو دوسيې په نړيوالو محكمو كې وڅېړي.

Trending

Exit mobile version