Connect with us

سیمه ییز خبرونه

د بگرام زندان د دوه اويا تنو خوشي كيدو يو لړ غبرگونونه راپارولي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان دولت د پنجشنبې په ورځ(د مرغومي ۱۹) اعلان وكړ، چې د بگرام د زندان له ۸۸ خطرناكو بنديانو څخه به دوه اويا تنه خوشي كړي.

افغان ولسمشر د بگرام زندان د بنديانو د دوسيو د څېړلو كميټې ته امركړى، چې د نورو شپاړس تنو بنديانو دوسيې دې له سره وڅېړي.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د دغې پريكړې په اړه غبرگون ښودلى او وايي، چې دا كسان خطرناك دي او د بې گناه  افغانانو په وژلو كې لاس لري.

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياند جين ساكي په ډاگه كړه، چې:

مونږ د دغو كسانو په داسې خوشي كيدو، چې د دوى دوسيې د افغانستان قضايې بسټونو ته نه دي رسيدلي خپله اندېښنه ښكاره كړې ده. مونږ په رپوټونو كې اوريدلي، چې افغان ولسمشر غواړي د بگرام زندان له ۸۸ خطرناكو بنديانو څخه دوه اويا تنه خوشي كوي. ښايې تاسې هم خبر شوي ياست، چې دغه ۷۲ كسان خطرناك جنايتكاران دي او د ملكي وگړيو په وژلو، د سرك غاړې د ماينونو په ايښودو كې لاس لري او په دې اړه معتبر اسناد هم شتون لري.

د مدني ټولنې غړى مير احمد جوينده او د ولسي جرگې غړى زمرك پادخوابي په دې پريكړه نيوكه كوي او وايي، چې د دغو بنديانو خوشي كيدل به د افغانستان امنيت ته يو لوى گواښ وي.

وايي:

د افغانستان او امريكا د اړيكو خرابيدل بله هغه انديښنه ده، چې د ولسي جرگې غړى احمد شاه زمضان يې يادونه كوي او وايي، د دغو بنديانو خوشي كيدل به د دواړو هېوادونو په اړيكو هم  بده اغېزه وكړي.

د بگرام زندان د دوه اويا بنديانو د خوشي كيدو پرېكړه په داسې حال كې كيږي، چې امريكا يې د خوشې كيدو له خطرناكو پايلو خبردارۍ وركړى او ويلي  يې ول، چې د افغانستان دولت دا كار د دوه اړخيز هوكړه ليك په خلاف دى.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

پوتین د ولسمشرۍ بله ۶ کلنه لوړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې پر ورځ د غویی اتلسمه په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو پر مهال د دغه هېواد د ولسمشر په توګه خپل نوی شپږ کلن پېر پیل کړ.

پوتین له دې مخکې څلور ځله د روسیې د اساسي قانون د ساتنې لوړه کړې ده.

ولادیمیر پوتین له ۱۹۹۹ ز.کال راپدیخوا د روسیې په سیاسي ډګر کې د ولسمشر یا لومړي وزیر په توګه خپل واک ساتلی دی.

۷۱ کلن پوتین په تېر مارچ کې د روسیې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی وپېژندل شو.

د هغه تر ټولو نومیالی سیال الکسي ناوالني یوه میاشت مخکې د شمالي قطب په یوه زندان کې ناڅاپه مړ شو.

د الکسي ناوالني میرمنې په یوټیوب کې د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو مخکې یوه ویډیو خپره کړه؛ پوتین یې ظالم او قاتل یاد کړی او له پلویانو یې وغوښتل، چې د پوتین پر وړاندې مبارزه روانه وساتي.

امریکا، بریټانیا او یو شمېر نورو هېوادونو د پوتین د لوړې له مراسمو ډده کړی ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د دوشنبې پر ورځ ویلي: مونږ به د هغه د لوړې په مراسمو کې استازی ونلرو. مونږ د [روسیې] ټاکنې ازادې او عادلانه نه ګڼو؛ خو پوتین د روسیې ولسمشر دی او په اټکل کیږي، چې خپل کار به روان وساتي.

د آلمان خبري آژانس او ​​د اروپايي اتحاديې د ډيپلوماتانو د څرګندونو له مخې؛ ځينو هېوادونو لکه فرانسې، هنګري او سلواکیا د پوتين د لوړې مراسمو ته د اړیکو د ساتلو لپاره خپل استازي استولي دي.

ولادیمیر پوتین، چې لږ تر لږه ۲۵ کاله په واک کې پاتې دی؛ تر ۲۰۳۰ پورې به د روسیې د ولسمشر په توګه خپلې دندې ترسره کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.

نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم (  ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.

دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.

د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاست‌لیکې هم ولري.

د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.

د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!