سیمه ییز خبرونه
د بگرام زندان د دوه اويا تنو خوشي كيدو يو لړ غبرگونونه راپارولي
د افغانستان دولت د پنجشنبې په ورځ(د مرغومي ۱۹) اعلان وكړ، چې د بگرام د زندان له ۸۸ خطرناكو بنديانو څخه به دوه اويا تنه خوشي كړي.
افغان ولسمشر د بگرام زندان د بنديانو د دوسيو د څېړلو كميټې ته امركړى، چې د نورو شپاړس تنو بنديانو دوسيې دې له سره وڅېړي.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د دغې پريكړې په اړه غبرگون ښودلى او وايي، چې دا كسان خطرناك دي او د بې گناه افغانانو په وژلو كې لاس لري.
د امريكا د بهرنيو چارو وزارت وياند جين ساكي په ډاگه كړه، چې:
مونږ د دغو كسانو په داسې خوشي كيدو، چې د دوى دوسيې د افغانستان قضايې بسټونو ته نه دي رسيدلي خپله اندېښنه ښكاره كړې ده. مونږ په رپوټونو كې اوريدلي، چې افغان ولسمشر غواړي د بگرام زندان له ۸۸ خطرناكو بنديانو څخه دوه اويا تنه خوشي كوي. ښايې تاسې هم خبر شوي ياست، چې دغه ۷۲ كسان خطرناك جنايتكاران دي او د ملكي وگړيو په وژلو، د سرك غاړې د ماينونو په ايښودو كې لاس لري او په دې اړه معتبر اسناد هم شتون لري.
د مدني ټولنې غړى مير احمد جوينده او د ولسي جرگې غړى زمرك پادخوابي په دې پريكړه نيوكه كوي او وايي، چې د دغو بنديانو خوشي كيدل به د افغانستان امنيت ته يو لوى گواښ وي.
وايي:
د افغانستان او امريكا د اړيكو خرابيدل بله هغه انديښنه ده، چې د ولسي جرگې غړى احمد شاه زمضان يې يادونه كوي او وايي، د دغو بنديانو خوشي كيدل به د دواړو هېوادونو په اړيكو هم بده اغېزه وكړي.
د بگرام زندان د دوه اويا بنديانو د خوشي كيدو پرېكړه په داسې حال كې كيږي، چې امريكا يې د خوشې كيدو له خطرناكو پايلو خبردارۍ وركړى او ويلي يې ول، چې د افغانستان دولت دا كار د دوه اړخيز هوكړه ليك په خلاف دى.