سیمه ییز خبرونه

د بگرام زندان د زندانیانو د دوسیو څېړلو جرگه گۍ جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشر د ویندوۍ دفتر په یوه خبر پاڼه کې څرگنده كړې، چې:

ولسمشر حامد کرزي د بگرام زندانیانو د دوسیو د څېړنی لپاره یوې جرگه گۍ ته دنده سپارلې، چې د بگرام په زندان کي دې بې گنا او بې اسنادو بندیان په گوته كړي.

ولسمشر کرزي مخکې له دې په وار وار ویلي ول، چې:

ټول هغه کسان به خوشې شي، چې د نوموړي په وینا، بې گنا دي او په دې زندان کې بندیان شوي.

د مشرانو جرگی غړی هدایت الله رهایی او د حق او عدالت د گوند غړى عباس نويان

بيا د دې بنديانو پر برخليك اندېښنه ښيي او وايي:

ممكن د دوى په خوشې كولو ناامني زور واخلي او خوشې كيدونكي كسان بيا د وسلوالو ليكو ته ورشي.

دوى د بگرام له زندان څخه د بنديانو خلاصون د افغانانو په حق كې جفا بولي.

بگرام زندان د روان كال د وری په پېنځمه په بشپړه توگه له امریکایی ځواکونو څخه د افغانستان دفاع وزارت پوځی پولیسو ته وسپارل شو.

د بگرام زندان د مسوولیتونو د لېږد په غوڼډه کې د افغانستان د عدلي او قضايي بنسټونو لوړپوړيو چارواکو ژمنه کړي وه، چې د بگرام زندان د بندیانو دوسیې به په ۳۰ ورځنۍ قانوني موده کې وڅېړي او هیڅ  بې گناه کس به په سزا محکوم نه شي.

Trending

Exit mobile version