تازه خبرونه
د بگرام زندان د ۳۳۶ بنديانو دوسيې افغان لوري ته نه دي سپارل شوي
د بگرام زندان د دوسيو پلټونكيو خپل وروستى گزارش ولسمشر حامد كرزي ته وړاندې كړ.
د بگرام زندان قوماندان جنرال فاروق د گزارش له مخې د ۱۳۹۰ل كال د كب له ۲۰ څخه د ۱۳۹۳ل كال د وري تر ۲۵ د ټولو ۵۰۲۱ افغان زندانيانو دوسيې، چې امريكايانو نيولي؛ افغان دولت ته سپارل شوې دي.
جنرال فاروق په ډاگه كوي، چې له ۵۰۲۱ بنديانو څخه ۴۱۵۹ تنه د دوسيو د پلټنې د كميټې او درې گونه محاكمو له منلو وروسته خوشې شوې دي.
جنرال فاروق زياتوي، د ۳۳۶ زندانيانو دوسيې، چې تر دې دمه په بگرام كې بنديان دي؛ د امريكا له لوري افغان چارواكو ته سپارل شوې نه دي
په دې ناسته كې، چې د سې شنبې په ورځ( د وري۲۶) تر سره شوه د دواړو هېوادونو تر منځ پر شوې پرېكړې نيوكه وشوه او مسوولو ارگانونه وهڅول شول، چې ژر تر ژره د امريكايانو له رهبرۍ د اړوندو دوسيو د سپارلو غوښتنه وكړي او سترې محكمې ته يې وسپاري.
دا په داسې حال كې ده، چې له دې زندان څخه د بنديانو خوشې كول تل د امريكايانو او يو شمېر مدني ټولنو له لوري له نيوكو سره مخ شوي دي.