سیمه ییز خبرونه

د بگرام زندان د ۸۸ بنديانو د خوشي كيدو پرېكړه وځنډيده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

يوه مخكښ امريكايي سناتور لنزي گراهام په كابل كې له ولسمشر حامد كرزي سره له ليدنې وروسته خبردارى وركړى، چې كه افغان دولت دغه اته اتيا بنديان خوشې كړي، د كابل او واشنگتن پراړيكو به دومره ناوړه اغېز وكړي، چې د جبران وړ به نه وي.

د دغو بنديانو د دوسيو د څېړنې كميټه وايي، د بنديانو د دوسيو د بيا څېړلو لپاره ټاكل شوې موده پاى ته رسيدونكې ده او كه پخپل وخت د بنديانو پر خلاف كره شواهد او اسناد تر لاسه نشي، د قانون له مخې به د بې گناه بنديانو د آزادولو بهير پيل شي.

امريكايي سناتور لنزي گراهام ويلي، دغه بنديان د ائتلاف د څه باندې سل سرتېرو او د نږدې ۶۰ افغان سرتېرو په وژنه كې لاس لري.

د بگرام زندان د بنديانو د دوسيو د څېړنې د كميټې غړى عبدالشكور دادرس وايي:

د دې كسانو په دوسيوكي داسې تورونه نشته او په  كراتو  مراتو په دې اړه له نړيوالو ځواكونو سره خبرې شوې دي.

د ښاغلي دادرس په وينا، كه د ولسمشر له خوا د دې بنديانو د دوسيو د بيا څېړلو لپاره تر ټاكل شوې مودې كوم ثبوت او اسناد وړاندې نه شي، كميټه به د دغو بنديانو د خلاصون لپاره اقدام وكړي.

دى وايي، د نيول شويو كسانو په اړه امريكايي ځواكونو چارواكو ته ويلي، چې دا بنديان د مخالفينو لوى قوماندانان دي. په داسې حال كې، چې داسې نه ده او له حقوقي اړخه هم دغو بنديانو ته جوړې شوې دوسيې ناسمې دي.

امريكايي سناتور لنزي گراهام په كابل كې له افغان ولسمشر حامد كرزي سره  ليدنې وروسته خبردارى وركړى چې كه افغان دولت دغه اته اتيا بنديان خوشې كړي، د كابل او واشنګټن پر اړيكو به ناوړه اغيز وكړي چې د جبران وړ به نه وي.

په بگرام زندان کې د افغان زندانیانو د دوسیو د څېړلو کميټه وايي، د ولسمشر حامد کرزي په غوښتنه د ۸۸ زندانیانو خوشي کول ځنډول شوي دي.

Trending

Exit mobile version