سیمه ییز خبرونه
د بگرام زندان ۶۵ بنديان خوشې شول
د بگرام زندان هغه ۶۵ بنديان، چې امريكا او ناتو خطرناك گڼل د پنجشنبې په سهار(د سلواغې۲۴) خوشې شول.
په كابل كې د امريكا سفارت په يوه اعلاميه كې ټينگار كړى، چې:
داسې شواهد شته، چې له دې كسانو څخه ځينو يي خطرناك جرمونه تر سره كړي او د افغانستان د قوانينو پر بنسټ بايد محاكمه او مجازات شي. د بنديانو په وړاندې ټول شوي شواهد سم نه دي څېړل شوي، نو له دې وروسته به په دې برخه كې د هر ډول ناوړه پايلو مسوول افغان حكومت وي.
د بگرام زندان د بنديانو د دوسيو د څېړلو كميټې غړى عبدالشكور دادرس وايي:
نړيوالو ځواكونو دا اندېښنه بې ځايه ده.
د ښاغلي دادرس په باور، خوشې شوي كسان له وسلوالو ډلو سره هيڅ اړيكه نه لري او له قانوني اسنادو پرته يې په زندان كې شپې سبا كړي.
ښاغلي عبدالشكور دادرس په ډاگه كړې، چې اوس هم ځينې بنديان په بگرام زندان كې د امريكايي ځواكونو تر ادارې لاندې دي، چې دا د ټولو قوانينو خلاف كړنه ده.
ولسمشر حامد كرزى بگرام زندان د طالب جوړلو فابريكه بولې او ويلي يي دي، چې په دې زندان كې ډېر بې گناه وگړي ساتل كيږي.
دوه ورځې وړاندې يوه امريكايې سناتور لينسي گراهام ويلي ول، كه افغان حكومت له بگرام زندان څخه ۶۵ بنديان خوشې كړل، دى به له سپينې ماڼۍ وغواړي، چې له افغانستان سره ټولې پرمختيايي مرستې د حامد كرزي د دورې تر پاى ته رسيدو وځنډوي.