سیمه ییز خبرونه

د بگرام زندان ۷۲ زندانيان بايد د سياسي پرېكړو له مخې خوشې نه شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان بشري حقونو خپلواك كميسيون له بگرام زندان څخه د ۷۲  زندانيانو پر خوشې كيدو اندېښنه ښيي او وايي، چې دا كسان بايد د سياسي پرېكړو له مخې خوشې نه شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كميسيون وياند رفيع الله بيدار وايي، چې د بشري حقونو سرغړوونكي بايد له زندان څخه خوشې نه شي.

كميسيون وړانديز كوي، چې د بگرام زندان د زندانيانو دوسيې دې عدلي كميسيون وڅېړي؛ گرم، پړ او سپين كسان دې سره بېل شي.

د ولسي جرگې غړي فرخنده زهرا نادري، غلام حسين ناصري او ظهير سعادت هم له بگرام څخه د زندانيانو پر خوشې كيدو اندېښمن دي او وايي، چې د دغو كسانو له خوشې كيدو سره به ناامني زياته شي او پر ټاكنو به هم خپل ناوړه اغېز څرگند كړي.

دا په داسې حال كې، چې افغان دولت د بگرام زندان د دوه اويا زندانيانو د خوشې كولو په اړه خپل دريځ روښانه كړ؛ په وړاندې يې كورني او بهرني غبرگونونه را وپاريدل. امريكا هم ټينگار كوي، چې دغه زندانيان بايد خوشې نه شي.

Trending

Exit mobile version