سیمه ییز خبرونه
د بگرام له زندانيانو لږ تر لږه اووه تنو پر نړيوالو ځواكونو بريدونه كړي
كابل، د بگرام زندان د بنديانو د آزادۍ له سلبولو وېره لري؛ خو واشنگتن اندېښمن دى، چې دوى به بېرته د جگړې ميدان ته راوگرځي.
د جوزف دانفورد وياند ديولپان وايي:
په بگرام كې د ۸۸ بنديانو له ډلې لږ تر لږه اووه يې هغه كسان دي، چې د هغو بريدونو په تور نيول شوي، چې د ناتو او يا امريكا ځواكونه په كې وژل شوي دي.
د امريكا د دفاع وزارت يوه وياند هم په دې ۸۸ بنديانو كې د دا ډول كسانو موجوديت منلى؛ خو په دې اړه يې جزيات نه دي وركړي.
د ولسي جرگې د كورني امنيت د كميسيون غړې نظيفه ذكي وايي، كه د بگرام زندانيان له محاكمې پرته خوشي شي مسووليت به يې د ولسمشر او افغان حكومت په غاړه وي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي، د بگرام زندانيان له څېړنې پرته نه خوشي كيږي؛ خو دولت مكلف دى د هغو كسانو آزادي وانه خلي، چې بې گنا دي.
اته اتيا بنديان، چې امريكا يې خطرناك گڼي د بگرام زندان په هغو بنديانو كې راځي، چې واشنگتن تېركال له هغې ژمنې وروسته افغان دولت ته وسپارل، چې دوسيې به يې د عدلي او قضايي ارگانونو له خوا څېړل كيږي.