سیمه ییز خبرونه
د بگرام له زندان څخه د هلمند ۳۱ تنه اوسيدونكي خوشي شول
په هلمند كې د سولې د ولايتي كميټې مسوول معلم شاولي خان كورنيو ته د ۳۱ خوشې شويو كسانو د سپارلو پرمهال وويل، چې:
هڅه كوو، چې له بگرام زندان څخه د دې ولايت نور اوسيدونكي هم خوشي كړو.
د سولې ولايتي شورى په هلوځلو د دوشنبې په ورځ(د مرغومي۱۸) د بگرام له زندان څخه ۳۱ تنه بنديان، چې د دې ولايت د بېلابېلوسيمواوسيدونكي دي راخوشي شول.
په بگرام زندان كې د پوځي پوليسو د كوماندانۍ مرستيال جنرال مرجان وايي، چې:
دا مهال د بگرام زندان ټولې چارې افغانانو ته سپارل شوي او له همدې كبله د زندانيانو د خوشې كولو پروسه چټكه شوې ده.
بل پلو ياد شوي خوشي شوي كسان وايي، چې:
په نوموړي زندان كې مو څه نا څه درې كاله د بند موده تېره كړې او ترهغه مهاله له ناوړه چلند سره مخ وو، چې د بهرنيوځواكونو په ولكه كې وو.
دوى غوښتنه كوي، چې په نوموړي زندان كې ډېري بېگناه او د پاخه عمر بنديان د بند شپې تېروي، چې بْله ځنډه بايد خوشې شي.
د يادونې وړده، چې د پېنځه پړاوونو په لړكې تردې مهاله د دې ولايت ۱۰۴ تنه بنديان له نوموړي زندان څخه خوشې شوي دي.