تازه خبرونه
د بیات بنیاد د خوراکي توکو د مرستې لړۍ بدخشان ته ورسیده
د بیات بنیاد سیمه ییزو مسوولینو ویلي، چې بیات بنیاد د خپلو مرستو په لړ کې دا ځل د بدخشان ولایت پر یو شمېر بېوزلو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشله.
په بدخشان ولایت کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له موندل کیدو وروسته مسوولینو د دې ولایت په ښاري سیمو کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره پر ګرزیدو محدودیتونه ولګول، چې له کبله یې سلګونه کسبګر او نور کسان وزګاره شول.
— The Bayat Foundation (@bayatfoundation) May 17, 2020
بیات بنیاد، چې د روژې په میاشت کې هر ځل په ګڼو ولایتونو کې له بېوزولو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کوي؛ دا ځل یې د مرستو په لړ کې د خوراکي توکو د وېش بهیر تر بدخشانه ورساوه او د دې ولایت پر بېوزلو او اړمنو کورنیو یې خپلې مرستې ووېشلې.
د بیات بنیاد مسوولین وايي، چې د دغو مرستو بهیر به د روژې په ټوله میاشت کې روان وي.
په شمال ختیځ کې د بیات بنیاد استازی خیرمحمد وايي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې به خپلې مرستې له اړمنو کورنیو سره روانې وساتي.
اړمنې کورنۍ له نورو مرستندویو بنسټونو هم غواړي، چې له بېوزلو کسانو سره مرسته وکړي.
په بدخشان کې د روان وضعیت له کبله د اړو او بېوزلو کورنیو شمېر مخ پر لوړیدو دی او له مرستندویانو څخه غواړي، چې په دې سختو شرایطو کې له بېوزلو کسانو سره مرستې وکړي.
بیات بنیاد د جوړښت له وخته په بېړنیو او عادي حالاتو کې له اړو او بېوزلو کسانو سره د خوراکي توکو او د ژوند د نورو اړینو توکو مرستې کوي. دغه بنیاد د بیا رغونې په برخه کې هم مخکښ رول لري، چې د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې یې روغتونونه، ښوونځي، کتابتونونه، جوماتونه او لوبغالي جوړ کړي دي.