تازه خبرونه
د بیات بنیاد د مرستو لړۍ بلخ ولایت ته ورسېده
بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د افغانستان د بلخ ولایت په مزار شریف ښار کې پر سلګونه اړو کورنیو خپلې په پام کې نیول شوې مرستې ووېشلې.
د دې بنسټ مسوولینو ويلي؛ د ژمي د سړې څپې له خوریدو مخکې هڅه کیږي، چې په ولایتونو کې پر اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شي.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي، چې په دې مرسته کې پر اړو کورنیو اوړه، غوړي او وریجې ووېشل شوې.
دې بنسټ په خپله مخکنۍ سروې کې اړمنې کورنۍ د مرستو لپاره مستحقې ګڼلې وې.
په بلخ کې د بیات بنیاد مسوول یافث ثاقب ویلي؛ بیات بنیاد د مرستو له وېش مخکې د اړو کسانو د معلومولو لپاره سروې کړې وه، چې په کې د مرستو مستحق کسان وپېژندل شول او اړوند مرستې یې ترلاسه کړې.
د بلخ اوسیدونکيو ويلي، چې بیات بنیاد په داسې حال کې له اړو کورنیو سره مرسته وکړه، چې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دوی له نورو خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو وېشل وغوښتل.
د بیات بنیاد مسوولین وايي، چې د مرستو دا لړۍ یې د هېواد له سویل او سویل لویدیځو ولایتونو پیل کړې، چې په نږدې راتلونکې کې به یې د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغزوي.
