تازه خبرونه

د بیات بنیاد د مرستو لړۍ دایکندي ولایت ته رسیدلې

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۸, ۱۳۹۹

په دایکندي کې د بیات بنیاد استازي نعیمي څرګنده کړې، چې نن اړمنو کورنیو ته یو جوال ۵۰ کیلویي اوړه، یوه بوجۍ وریجې او یو ۵ کیلویي بوشکه غوړي ووې شل شول.

د دایکندي ولایت مسوولینو په دغو شرایطو کې له اړو کورنیو سره  د بیات بنیاد مرستې اغېزمنې وبللې.

د بیات بنیاد له مرستو برخمنې شوې کورنۍ وايي، چې دغه مرستې کولی شي د دوی ستونزې تر یوه بریده حل کړي؛ خو پر نورو مرستندویه بنسټونو یې هم غږ وکړ، چې له اړو کسانو سره دې مرستې وکړي.

د دایکندي ولایت مرستیالې اکبري وايي، چې بیات بنیاد په دې نازکو شرایطو کې له اړو کورنیو سره مرسته وکړه.

د دایکندي د کار او ټولنیزو چارو مشر رضا محمدي وايي، چې دغه مرسته به تر یوه بریده د اړو کورنیو ستونزې حل کړي.

بیات بنیاد د جوړښت له وخته په سختو او نازکو شرایطو کې له اړو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

دغه بنیاد په ګڼو سیمو کې روغتیايي مرکزونه، کلینیکونه، سپورتي ډګرونه، ښوونځي او جوماتونه هم جوړ کړي دي.

Trending

Exit mobile version