تازه خبرونه

د بیات بنیاد د مرستو لړۍ د تخار ولایت خیرآباد ولسوالۍ ته وغزیده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

له بیځایه شوو سره د بیات بنیاد د مرستو لړۍ د تخار ولایت خیرآباد ولسوالی ته ورسيده.

دغه مرستې، چې په کې پوښاك او خواراکي توکي شته پر یوسل و اتلس بیځایه شويو کورنیو او په خاصه توگه پر ښځو اوماشومانو د دغه بنیاد د استازی صمد خان او د تخار ولایت د یو شمېر سیمه ییزو چارواکو په وړاندی ووېشل شوې.

د تخار ولایت د شځو چارو مشرې رزم ارا حواش له ښځو او ماشومانو سره د بیات بنیاد له بېړنیو مرستو هرکلی وکړ او له نورو ورته بیسټونو یې هم و غوښتل، چې د دغو کورنیو له ښځو او ماشومانو سره چی د خوراکي توکو او ناروغيو له خطر سره مخ دی مرستی وکړي.

په تخار ولایت کی له طبیعی پیښو سره د مبارزی اداری مشرعبدالرزاق زنده له بیځایه شويو کورنیو سره د بیات بنیاد له بېړنیو مرستو مننه وکړه.

د تخار ولایت د روستاق ولسوالۍ بیځایه شويو میرمنو هم د بیات بنیاد له مرستو څخه مننه وکړه او د دولت او نورو مرستندویه بنسټونو څخه یې د سرپناه د جوړولو غوښتنه وکړه.

د یادولو وړ ده، چې دا لومړی ځل ندی، چې بیات بنیاد له زیانمنو شويوکورنیو سره مرستې کوي، بلکې دوه کاله وړاندې یې هم په تخار، بدخشان، كندوز او بغلان ولایت کې هم په سلهاوو سیلاب ځپلو کورنیو سره مرستې کړې دي.

Trending

Exit mobile version