1393ټاكنې
د بیات بنیاد د مرستو لړۍ زابل ته ورسیده
< ![endif]–>
بيات بنياد په دغه ولایت کی د لسگونه اړو او بېوزلو کسانو سره د اوړو، وریجو، جامو او نورو ژمنیو توکو مرسته وکړه.
په زابل كې د بیات بنیاد استازى محمد آصف خليل وايي، د ژمنيو مرستو په دوام دا دی د دی ولایت له خلکو سره پخپل وخت مرستې وشوې.
د زابل مرستیال والي محمد جان رسولیار د بيات بنیاد له خیريه بنسټ څخه دمنني په ترځ کی وویل، چې دغه بنسټ همیشه د خوارو او غریبو خلکو لاس نیوى کړى او له هغوى سره یی مرستي کړې دي.
په مشرانو جرگه کې د دغه ولایت د خلکو استازي داود اساس هم له نوموړي خیریه بنسټ څخه مننه وکړه.
یو شمېر مرسته شوي کسان هم له دې مرستې خوښ دي او له نوموړي بنسټ څخه مننه کوي.
بیات بنیاد په هېواد کې هغه خیریه بنسټ دی، چې د جوماتونو، کلینیکونو او کتابتونونو د بېخبنايي پروژو د پلي كولو ترڅنگ له خلکو سره د خوراکي او ژمنیو توکو مرستې كوي.