تازه خبرونه
د بیات بنیاد د مرستو لړۍ غور ولایت ته ورسېده
بیات بنیاد په غور ولایت کې له لسګونو بېوزله کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې د غور ولایت پر لسګونو اړمنو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل.
د بیات بنیاد مسوولینو ويلي: په دغو مرستو کې اوړه، وريجې، غوړي او جامې شاملې دي، چې د ژمي تر پایه به په نورو ولایتونو کې هم دوام ولري.
د بیات بنیاد استازی عبدالخالق کامګار ويلي؛ دغه مرستې د اړمنو او مستحقو کسانو له سروې وروسته ووېشل شوې.
نوموړی وايي: لکه څنګه، چې ټولو ته معلومه ده بیات بنیاد یو خیریه بنسټ دی او د روان کال په دې سوړ موسم کې یې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له اړو، یتیمانو، بېوزلو، بېوسو او زلزله ځپلیو سره مرستې کوي.
له بلې خوا هغه کسان، چې له دغو مرستو برخمن شوي؛ د بیات بنیاد له مرستو مننه کوي او له نورو مرستندویو بنسټونو هم غواړي، چې د دوي لاسنيوی وکړي.
د یادونې ده، چې بيات بنياد نه يوازې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې له بېوزله او اړمنو کورنیو سره د ژمنيو مرستو لړۍ روانه ساتلې، بلکې له ګاونډ هېوادونو څخه جبري ایستل شویو هېوادوالو ته یې هم خپلې مرستې وېشلې دي.