تازه خبرونه

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ بامیان ولایت ته ورسېده

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۱۳, ۱۴۰۲

د بیات بنیاد مسوولینو ویلي، چې د دغه بنسټ د مرستو په لړ کې د بامیان ولایت پر لسګونو اړمنو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول، چې په اوړه، وریجې، غوړي او ژمنۍ جامې شاملې دي.

باميان؛ د افغانستان مرکزي ولایت دی، چې بې‌وزلي، بې‌وسي او بې‌کاري په کې ډېره ده.

له همدې کبله بيات بنیاد د خپلو ژمنيو مرستو په لړ کې دا ځل د باميان ولايت پر لسګونو بې‌وزلو او اړمنو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي ووېشل.

په بامیان ولایت کې د بیات بنیاد استازي سید حکیم زیاته کړې؛ په دغو مرستو کې اوړه، وريجې، غوړي او ژمنۍ جامې شاملې دي.

د بامیان ولایت اړمن کسان، چې د بیات بنیاد له مرستو برخمن شوي؛ له نورو مرستندويه بنسټونو هم غواړي، چې په‌دې سړه هوا کې له اړمنو خلکو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد له تېرو دوه لسیزو راپدیخوا د هېواد په مرکز او ولایتونو کې له زرګونو اړمنو کورنیو سره پر مرستو سربېره د مرکز کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې ټولنیز خدمات هم وړاندې کړې دي.

Trending

Exit mobile version