تازه خبرونه

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ بلخ ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په دغه ولایت کې له ځينو کورنيو سره ژمنۍ مرستې وشوې. د بیات بنیاد لوی رییس انجنير احسان الله بیات بلخ ته د سفر پر مهال اړمنو کسانو ته د بیات بیناد د مرستو د دوام خبر ورکړ.

د بیات بنیاد لوی رییس انجنیر احسان الله بیات بلخ ته د سفر پر مهال د مزارشریف په کارته سجادیه کې اړمنو کسانو ته ژمنۍ مرستې ووېشلې چې په کې خوراکي او نور اړین توکي راځي.

ښاغلی بیات په داسې حال کې چې دغه مرستې کافي نه بولي خو وایي:”اړمنو کسانو ته د مرستو د دوام په هڅه کې يم،د هېواد له ټولو بډايه کسانو غواړم چې د اړمنو کسانو مرستو ته ور ودانګي.”

د بلخ ولایتي شورا د مزارشریف ښار د کارته سجادیه سیمې بېوزلو کورنیو ته د بیات بنیاد د مرستو له امله مننه وکړه.

کومو کورنیو ته چې مرستې ووېشل شوې، د بیات بنیاد له دغه اقدام مننه کوي او وایيچې اقتصادي ستونزې یې ډېرې دي.

د بیات بنیاد رییس وایيچې هېواد کې اړو کورنیو ته د مرستو رسولو تر څنګ غواړي چې خوارځواکو ماشومانو ته هم رسیدګي وکړي.

 

 

Trending

Exit mobile version