تازه خبرونه

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ د جوزجان اړمنو کورنیو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱, ۱۴۰۰)

بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل د جوزجان ولایت پر یو شمېر اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.

د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې ژمی ډېر سوړ او بېوزله کورنۍ د ژوندانه له سخت کړاو سره مخ او اړمنې کورنۍ د مرستندویه بنسټونو بېړنیو مرستو ته سترګې پر لار ويٍ.

بیات بنیاد له اړمنو کورنیو سره د ژمنیو مرستو په لړ کې د دې ولایت په مرکز شبرغان ښار کې پر یو شمېر اړو کورنیو اوړه، وریجې او غوړي ووېشل.

د بيات بنياد مسوولين وايي، چې پر جوزجان سربېره په یو شمیر ولایتونو کې په اړمنو خلکو دا مرستی ویشل شوي او په پاتې نورو ولایتونوکې به هم په اړمنو کسانو دا مرستې و ویشی.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل خان ويلي، د مرستو موخه یې د اړمنو کورنیو لاسنیوي دی او

دا مرستې به د ېواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم پر اړمنو کورنیو ووطشل شي.

نوموړی وایي: د بیات بنیاد د ژمنیو مرستې هر کال د ژمی په سړه هوا کې ترسره کیږي؛ سږ کال مو هم دا مرستی و وېشلی، چې نن شبرغان ښار ته راغلی یو او پر یوشمېر اړمنو کسانو به اوړه، غوړي او وریجی ووېشو او په یو شمېر ولایتونو کې مو دا مرستی وېشلی او په پاتې نورو لایتونو کې به هم دا  مرستې و وېشو.

د جوزجان ولایت یو مخور او هغو اړو او مستحقو کورنیو، چې د بیات بنیاد مرسته یې ترلاسه کړې؛ خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کورنیو سره مرستې وکړي.

قومي مشر قاری بیګ مراد بیګزاد وایي: مونږ ډېر خوشحاله یو، چې د ژمی په دی ساړه موسم کی دا مرستی را ورسیدې. دا مرستی پر داسې کسانو وېشل کیږي، چی د خوړلو لپاره هیڅ شی نلری او دا ښه خبر مو ورکړی، چی نن به مرستی ترلاسه کړي.

د سیمې اوسیدونکی ذبیح الله امیني وایي: زه د څلور، پېنځه کلیو د خلکو پر استازیتوب له بیات بنیاد څخه مننه کوم، چې هر کال یی له مونږ سره بشر دوستانه مرستې ترسره کړي او په دې ستونزمنو حالاتو کې یې  دا مرستې ډېرې اغېزمنې دي.

بیات بنیاد هر کال په ټول هېواد کې له اړمنو خلکو سره مرستې کوي او د مرستو لړۍ یې ټولو ولایتونو ته رسيږي.

یاده دې وي، چې بیات بنیات سربېره پر دې  د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې خلکو ته د څښاک د پاکو اوبو برابرولو، د جوماتونو د رغولو، روغتیايي مرکزونو او ښوونځيو د جوړولو په برخو کې کار کړی دی.

Trending

Exit mobile version