سیمه ییز خبرونه
د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ د لوګر سلګونه اړمنو کورنیو ته ورسېده
د بیات بنیاد مسوولینو ويلي؛ د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې، چې اوړه، غوړي او وریجې په کې دي، له سروې وروسته د لوګر ولایت پر اړمنو کورنیو ووېشل شوې.
په هېواد کې د سوړ ژمي له پیلیدو سره د خوراکي توکو بیې د پام وړ لوړې شوي، چې بېوزله کسان یې د اخیستو وس نلري.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل ویلي؛ په دغو مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي شته، چې موخه یې د اړمنو کسانو لاسنیوی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دوی هیله من دي، چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم اړو کسانو ته ژمنۍ مرستې ورسوي.
هغه کسان، چې له دې مرستې برخمن شوي پر نورو خیریه موسسو هم غږ کوي، چې په دغو ستونزمنو شرایطو کې له اړو کسانو سره مرسته وکړي.
د اسلامي امارت د لوګر د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست عمومي مدیر نصیر احمد کریمي هم د بیات بنیاد له مرستو هرکلي وکړ او له نورو سوداګرو او مرستندویه موسسو غواړي، چې په دې سوړ او له ستونزو ډک ژمي کې د زیانمنو او اړو کورنیو لاسنیوی وکړي.
بیات بنیاد هر کال په ټول هېواد کې له اړمنو خلکو سره مرستې کوي او د مرستو لړۍ یې ټولو ولایتونو ته رسیږي. د دې ترڅنګ بیات بنیاد د هېواد په ولایتونو کې د څښاک د پاکو اوبو د جوماتونو د روغتیايي مرکزونو د ښوونځيو د جوړولو او د ژورو څاګانو د کیندلو په برخه کې هم کار کړی دی.
