تازه خبرونه

د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو ټولګه د خوست ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد خپلې ژمنۍ مرستې په خوست ولایت کې لسګونه اړمنو کورنیو ته ورسولې.

د بیات بنیاد مسوولینو ويلي؛ په دې ژمنیو مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي شته، چې د یوې سروې له مخې پر اړو کسانو ووېشل شول.

په جنوب ختیځ کې د بیات بنیاد استازی سلام شریفي وايي؛ په دغو مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي شته او پر هغو کورنیو ووېشل شوې، چې مخکې له مخکې د دې بنیاد د سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې.

نوموړي زیاته کړې؛ ټول ژمي به په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته روانه وساتل شي.

هغه کورنۍ، چې له دغو مرستو برخمنې شوې دي؛ له نورو خیریه بنسټونو هم غوښتنه کوي، چې په دې سختو حالاتو کې له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

بیات بنیاد له دې مخکې هم په خوست ولایت کې له اړمنو کورنیو سره د پام وړ مرستې کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې بيات بنياد د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو، د جوماتونو، روغتيايي مرکزونو، سپورتي ډګرونو او ښوونځيو په جوړولو کې د پام وړ مرستې کړې دي.

Trending

Exit mobile version