تازه خبرونه

د بیات بنیاد مرستو لړۍ خوست ولایت ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲۳, ۱۴۰۰)

بیات بنیاد د خپلو مرستو په لړ کې د خوست ولایت پر بېوزلو کورنیو د خوراکي توکو ټولګه ووېشله.

د بیات بنیاد لخوا په هېواد کې له بې وزلو خلکو سره د پرلپسې مرستو په لړ کې د دې بنسټ مسوولینو په خوست ولایت کې پر بېوزلو خلکو خوراکي توکي ووېشل، چې اوړه، غوړي او وریځي په کې دي.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل خان څرګنده کړې، چې په خوست کې د دوی د کاري ډلې لخوا مرسته شوې کورنۍ مخکې سروې شوې وې او د دغو مرستو مستحقې ګڼل کیږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وریجي شته، چې په راتلونکي کې به په نورو ولایتونو کې هم دا ډول مرستې ووېشل شي.

د خوست اوسېدونکی امان الله، چې د بیات بنیاد مرسته یې ترلاسه کړې، له بېوزلو کورنیو سره د مرستې په اړه د دې بنیاد د مسوولینو هڅې ستايي.

د خوست یو بل مرسته شوی صدیق الرحمان د مرستو له وېش خوښ دي او وايي؛ دې بنیاد په داسې سختو شرایطو کې مرسته ور سره وکړه، چې هیڅ ډول خوراکي توکي یې نلرل.

بیات بنیاد له تېرې یوې نیمې لسیزې راپدیخوا په هېواد کې د بېوزلو خلکو لاسنیوی کوي او هر کال د ژمي له رارسیدو مخکې په کابل او نورو ولایتونو کې له اړمنو کورنیو سره مرستې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ژمی را روان دی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلک د مرستندویه بنسټونو مرستو ته سترګې پر لار دي.

 

کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره! د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته ورشئ.

http://www.helpafg.org

آریانا نیوز او آریانا ټلویزیون؛ د بیات بنیاد له نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي هر اړخیز ملاتړ کوي.

مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې وکولی شو په دې سخت وخت کې اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړو.

 

Trending

Exit mobile version