تازه خبرونه

د بیات بنیاد مشر په کابل کې د تکنالوژۍ مرکز د بنسټ ډبره کېښوده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۷, ۱۳۹۹)

بیات بنیاد مشر داکتر احسان الله بیات په کابل کې د میشل بیات سرې میاشتې لیسې پر زدکوونکیو د ژمنیو جامو د وېشلو پر مهال دغې لیسې د ۵۰۰ زره امریکایي دالرو په ارزښت د تکنالوژۍ د پرمختللي مرکز د بنسټ ډبره هم کیښوده.

د بیات بنیاد مشر داکتر احسان الله بیات ویلي، چې په دغه مرکز کې به زدکوونکي ساینسي مضمونونه ، تکنالوژي، انجنیري او ریاضیات زدکوي او پرمختللې تکنالوژۍ ته به لاسرسی پیدا کړي. 

د میشل بیات لیسې د سرې میاشتې لیسې زدکوونکې خوښ دي، چې په لیسه کې یې د تکنالوژۍ مرکز جوړیږي.

افسانه نومې وايي، چې په دغه مرکز کې د زدکړو پرمټ به وکولی شي؛ په کانکور ازموینه کې لوړې نمرې تر لاسه او د خپلې خوښې پوهنځيو ته به بریالي شي.

 د سرې میاشتې  چارواکو، چې د دغه مرکز د بنسټ ډبرې د ايښودو په مراسمو کې ګډون کړی و وايي، چې په دغه مرکز کې روزل کیدونکي زدکوونکي به په ټولنه کې د کار بېلا بېلې وړتیاوې ومومي.

 د افغانستان سرې میاشتې ټولنې جارسمبالی میرویس اکرم وایي؛ هغه زدکوونکي، چې به دلته زدکړې کوي، ګټه به یې افغانستان ته ورسیږي.

د افغانستان سرې میاشتې ټولنې سکرترجنرالې نیلاب مبارز څرګنده کړې؛ په راتلونکیو لس کلونو کې به دلته داسې کدرونه وروزل شي، چې د افغانستان اړتیاوې به بشپړې کړي.

بیات بنیاد په تېرو دوه لسیزو کې د افغانستان په څلور دېرش ولایتونو کې د پوهنې او روغتیا په برخو کې د پام کارونه تر سره کړي او ګڼ ښوونځي او روغتونونه یې رغولي دي. جوماتونه، روزنتونونه یې جوړ کړي او په بېلا بېلو وختونو کې یې له اړو کورنیو سره د لومړنیو توکو مرستې کړي دي.

Trending

Exit mobile version