تازه خبرونه
د بیت المقدس په رسمیت پېژندنه د سولې مخنیوی کوي
څو ورځې د خبرونو سرټکی دا مساله وه، چې امریکا غواړي بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني. د امریکا ولسمشر ترمپ باالاخره دا ګام پورته کړ؛ د بهرنیو چارو وزارت ته یې امر کړی، چې له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لیږد چارې پیل کړي دي.
په افغانستان کې د دې پرېکړې پر خلاف غږونه پورته شوي؛ ولسمشر محمد اشرف غني د ترمپ له خوا قدس ته د امریکا د سفارت لېږدولو پرېکړه د ټولو مسلمانانو د احساساتو زیانمیدو او د منځني ختیځ د سولې د بهیر ټکني کیدو لامل بللی.
ولسمشرۍ د یو خپلواک دولت په توګه د فلسطین د خلکو د برحقه غوښتنو د خوندي کولو غوښتنه کړې او ټینګار کوي؛ بیت المقدس د نړۍ د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې په توګه، چې ټولو ادیانو ته هم ارزښت لري او د هغه موقعیت باید د بین المللي قوانینو، د ملګرو متلونوسازمان د مصوبو او د نړۍ د میلیونونه مسلمانانو د غوښتنو پر بنسټ تثبیت شي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس هم د ترمپ دا پرېکړه د فلسطیني ولس د راتلونکي حکومت جوړیدو د هیلې له منځه وړل بللې او وایي؛ مونږ خپل دریځ روښانه کړ، چې افغانستان له دې پرېکړې سره خوښ پاتې کیدی نشي او بیت المقدس د مسلمانانو د لومړنۍ پلازمېنې په توګه له نړیوالې سولې سره تړاو لري.
د حراست او ثبات شورا رییس عبدرب رسول سیاف ویلي، د بیت المقدس په اړه د ترمپ پرېکړه نه تر سره کیدونکې تېروتنه ده.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار ویلي؛ زه د خپلو خلکو د استازي په توګه ترمپ ته په ډاګه کوم، چې پخپلې پرېکړې دې بیا کتنه وکړي.
د حزب اسلامي غړی کریم امین وایي، د ترمپ پرېکړه نه منونکې ده او که بېرته وانخستل شي نړیوالې ستونزې به رامنځته کړي.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د تمپ پرېکړه په منځني ختیځ کې د نورو نارامیو د ډېرېدو لامل ګرزېدای شي.
د اسلامي نړۍ هېوادونو مشرانو او نړیوالې ټولنې هم پر دې پرېکړې غبرګونونه ښکاره کړي دي.
د فلسطین د کورواکې ادارې مشر محمود عباس ویلي، چې د ترمپ دا پرېکړه ښیي، چې دې هېواد د سولې په خبرو کې د منځګړي رول پریښی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، چې بیت المقدس سره کرښه ده.
د مصر ولسمشر هم ویلي، چې دا ګام په سیمه کې حالات پیچلي کوي.
عربي ټولنې هم دا خطرناک ګام بللی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا په څرګنده نړیوال پرېکړه لیکونه نقض کړي دي.
پر ۵۷ اسلامي هېوادونو سربېره څو ارمني هېوادونو هم د ترمپ پر پرېکړه نیوکه کړې او وایي، چې اورشلیم دې د فلسطین او اسرائیلو منځ تر د سولې پولې په توګه باید رسمي بڼه ومومي.