لوبی
د بیجنګ مینوال د ژمني المپیک مراسم د کرونا تر سیوري لاندې نمانځي
د رویټرز د راپور له مخې؛ د بیجینګ اوسیدونکیو د جمعې پر ورځ د ۲۰۲۲ ژمني المپیک مراسمو نمانځنه په داسې حال کې د کرونا تر اغېز لاندې پیل کړي، چې پرې له بشري حقونو د سرغړونې تورونه لګېدلي.
که څه هم د کرونا اومیکرون نوې بڼه په ټوله نړۍ کې ګړندۍ خپریږي؛ خو چین اوس هم د “صفر کوویډ” پالیسي ته ژمن دی. د ژمني اللمپیک ترسره کوونکيو تېره میاشت پرېکړه وکړه، چې پر خلکو د دغو لوبو ټکټونه ونپلوري؛ ځکه، چې سیالان او نور پرسونل له “تړلې کړۍ ” وتلي ساتل شوي وه.
د چين د پلازمېنې په یوه چوک کې څه د پاسه سل اوسيدونکي راټول شول، چې له لرې څخه دغو لوبو د پیل ننداره وکړي.
دغه مراسم د بیجینګ په المپیک لوبغالي ( مرغۍ ځاله) کې پیل او د شي له وینا وروسته د ۲۰۰۸ زېږدیز کال د لوبو پر مجازي یخ او واورو پرې د سره رنګه جامو لرونکي “سکیټرز” تېر او انځوریز شول.
۵۷ کلن تان یوپینګ وایي: زه ډېر خوښ یم؛ ټولو ته وګورئ، د ټولو ولولې راپارېدلي دي. دوی رپي او بیرغونه پورته کړي او هڅونه کوي.
د جانګ کیائو په ګډون د سپورت نور مینه وال په یوه سیمه ییز بار کې راټول شول.
نوموړي څرګنده کړې؛ دا ځل لوبه زمونږ د کور تر دروازې رارسېدلې ده. زه هیله من یم او غواړم د لوبې لیدو ته ولاړ شم او لوبغاړي وهڅوم؛ خو….
د ژمني اولمپيک لوبې، چې د فبرورۍ پر ۴ پیل شوي تر ۲۰ نېټې به روانې وي.
لوبی
آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سېشنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځهویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.
دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.
په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.
په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګولساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.
ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینهوالو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینهوالو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.
په افغانستان کې د دې مراسمو مینهوال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.
لوبی
کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼهګونې سره مخ او مینهوالو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.
د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو لهخوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.
د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینهوالو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.
مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینهوالو د زړهراکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.
لوبی
د افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله
دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.
د افغانستان او هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو وروستۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ګډه اتلولي خپله کړه.
دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.
د افغانستان عبدالعزیز خان نومي د خپلې بې سارې هڅې له کبله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې واخیستې.
له وروستۍ لوبې څخه مخکې هرې لوبډلې څلور لوبې کړې وې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې درې وګټلې او له ۱۲ نمرو سره د جدول په سر کې راغله.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپاکستان د غزې د ثبات په پلان کې د ګډون غوښتنې له ننګونې سره مخ کړ
-
تازه خبرونه3 days agoهند یو ځل بیا د افغانستان له روغتیایي برخې څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ
-
تازه خبرونه3 days agoپه بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان کډوالو جبري ستنېدا دې ودرول شي
-
تازه خبرونه4 days agoد افغان ښځو کاري بندیزونو مو بشري مرستې له خطر سره مخ کړي- م.م
-
روغتيا3 days agoافغانستان په سنتي طب کې د هند همکارۍ وغوښته
-
تازه خبرونه4 days agoعلماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
-
تازه خبرونه5 days agoد قرغزستان لوړ پوړی پلاوی کابل ته راورسېد
