تازه خبرونه

د بیروت د چاودنې ځاني زیان ۱۹۰ کسانو ته رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: وږی ۹, ۱۳۹۹)

د لبنان پلازمېنې بیروت ته نږدې په بمي چاودنه کې لږ تر لږه ۱۹۰ کسان وژل شوي او درې نور ورک دي.

د لبنان لندمهالي حکومت د یکشنبې پر ورځ څرګنده کړې؛ چارواکي په دې اړه څیړنې کوي، چې ولې په بندر کې ځای په ځای شوي چاودیدونکي توکي وچاودیدل.

دغې وژونکې چاودنې شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ خلک بې کوره کړي او ۱۵ میلیارد دالر زیان یې اړولی دی.

د یکشنبې پر ورځ د خپور شوي راپور له مخې، چاودنې ۵۰۰۰۰ کورونه، نهه روغتونونه او۱۷۸ ښوونځي ویجاړ کړي دي.

د لبنان حکومت هم له دې ناورین وروسته ګوښه شو.

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د جمعې پر ورځ خبرداری ورکړی، چې که لبنان له مرګوني چاودنې وروسته له بحران سره په مبارزه کې یوازې پاتې شي؛ نو لبنان به د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ کړي.

ماکرون دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د دوشنبې پر ورځ لبنان ته د سفر نیت لري او غواړي، چې له چاودنې وروسته یې د اصلاحاتو لپاره پر مشرانو فشار راوړي.

هغه په ډاګه کړې؛ که مونږ لبنان په سیمه کې سیمه ییزو ځواکونو ته یوازې پریږدو، نو دا به کورنۍ جګړه وي او دا به د هر لبناني لپاره هره ګړۍ ماته وي.

Trending

Exit mobile version