سیمه ییز خبرونه
د بېاد بنېاد مرستيال له قاري بركت الله سليم څخه د هغه په كور كې ليدنه وكړه
د بياد بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل په دغه ليدنه كې قاري بركات الله سليم ته د نوموړې د درملنې په باب د بېاد بنياد د مشر سناتور احسان الله بيات پېغام هم ورساوه.
د هېواد د قاريانو رئيس استاد قاري بركت الله سليم، چې څه موده وړاندې د زړه په ناروغۍ اخته شوى وو اوس مهال روغ شوى او په كور كې د استراحت دوره تېروي.
د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل د شيخ القرا قاري بركت الله سليم څخه د ليدنې پر مهال هغه ته د سناتور انجنير احسان الله بيات د همكاري پېغام ورساوه.
د بېاد بنېاد مرستيال د ينې او قران عظيم الشان د معارف په برخه كې د استاد وجود د افغانستان د خلكو لپاره يو نعمت وباله.
استاد قاري بركت الله سليم له ده سره د خلكو د مينې تر څنگ د بېاد بنېاد د همكاريو ستاېنه هم وكړه.
د افغانستان د قاريانو د رياست مرستيال قاري امان الله احمدي، چې په دغه ليدنه كې يې برخه درلوده د استاد روغتيايي حالت مخ په ښه كېدو وباله.
استاد قاري بركت الله سليم، چې د دينې او قران عظيم الشان د معارف په برخه كې كلونه كلونه زيار اېستلى په دې توانېدلې، چې په دې موده كې زرگونه ځوانان د قراعت او قراني علومو په برخه كې ټولنې ته وړاندې كړي.
په دې برخه كې د ځوانانو د پياوړتيا لپاره يې د هېواد په مركز، ولايتونو او د هېواد څخه بهر هم ډېرې غونډې تر سره كړي دي، چې گټورې تمامې شوې دي.
بېات بنېاد تل كوښښ كړى، چې له فرهنگي او په ځانگړې ډول له هغو بنسټونو سره، چې د دين او عقيدې په لاره كې كار كوي مرسته وكړي.