سیمه ییز خبرونه
د بېخبنايي پروژو نشتوالي د بې كارۍ كچه لوړه كړې
د افغانستان د كار او ټولنيزو چارو وزارت په هېواد كې د وزگارتيا لوړه كچه د اندېښنې وړ بولي.
د دغه وزارت چارواكي وايي، چې:
وزگارتيا هغه ستونزه ده، چې ټول سكتوري وزارتونه يې په راټيټولو كې مسووليت لري.
د كاراو ټولنيزو چارو وزيره آمنه افضلي وايي:
كه څه هم دغه وزارت ۱۲۰ زره كسانو ته حرفوي زده كړې وركړې، خو د وزگارتيا په راټيټولو كې بېخبنايي پروژو ته اړتيا ده.
ښاغلې آمنه افضلي زياتوي:
دا، چې په افغانستان كې له اړتيا سره سم د كار لپاره شرايط نه دي رامنځته شوي؛ نو بهر ته د افغان كارگرانو ليږل هم مهم رول لوبولى شي او په دې برخه كې د دوى هڅې دوام لري.
په ورته وخت كې د كار او ټولنيزو چارو وزارت له يوه خصوصي شركت سره د پېنځه ميليون و څلور سوه زره افغانيو په ارزښت يو تړون لاسليك كړ، چې په ۸ مياشتو كې به په بېلا بېلو برخو كي ۱۶۰ ښځو ته د حرفوي زده كړو زمينه برابره كړي، چې په ځان بسيا او په بازاركي ورته د كار زمينه برابره شي.