روغتيا

د بېزوګي تڼاکې یا چیچک ته دمګړۍ د واکسینو اړتیا نه لیدل کیږي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۴, ۱۴۰۱)

د بېزوګي تڼاکې ویروس له خپرېدا وروسته د روغتیا نړیوالې ټولنې یوه چارواکي څرګنده کړې، چې له آفریقا څخه بهر پراخه واکسین ته اړتیا نشته؛ ځکه، چې روغتیایي پاملرنې د دې وبا په کنټرول کې مرسته وکړي.

په یوه بل راپور کې، سازمان ویلي؛ هیڅ داسې شواهد نشته، چې د بېزوګي تڼاکې یا چیچک ویروس بدل شوی وي.

ریچارډ پبادي، چې د روغتیا نړیوالې ټولنې د لوړ خطر لرونکيو ناروغیو د یوې ډلې مشري کوي رویټرز ته ویلي، چې د بېزوګي تڼاکې یا چیچک ویروس واکسین کولو ته اړتیا نلري او د واکسینونو او انټي ویروسونو لپاره سمدستي سرچینې نسبتاً محدودې دي.

پابادي څرګندوي، چې د ویروس د خپریدا د کنټرول لپاره ترټولو مهم اقدامات د تماس څارنه او قرنطین دي.

هغه دا هم یادونه وکړه، چې ویروس په آسانۍ سره نه لیږدول کیږي او تر دې دمه د لږو پېښو راپورونه شتون لري.

که څه هم د امریکا د ناروغیو څارنې او مخنیوي مرکزونو په دې وروستیو کې په ډاګه کړې، چې دوی د جینیوس واکسین ځینې دوزونه وړاندیز کړي؛ خو پبادي له بېزوګي تڼاکې سره د مبارزې لپاره د واکسین کارول د جانبي اغېزو پر شونتیا اندېښمن شوي دي.

Trending

Exit mobile version