سیمه ییز خبرونه

د بېړنيو حالاتو كميټې د طبيعي پېښو د احتمالي خطرونو په اړه چمتوالى څرگند كړ

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسي جرگې په ژمي كي د احتمالي طبيعي پېښو له زيانمنو سره د مرستې په اړه د شنبې په ورځ(د لړم۴) د بېړنيو حالاتو د كميتې غړي عمومي غوندې ته غوښتي ول، چې په دې اړه له چمتوالي معلومات وركړي.

د بېړنيو حالاتو د كميټي  مرستيال  ويس برمك وايي،  د دغې كميټې غړي ارگانونه  د را روان ژمي لپاره پوره چمتو والي لري.

د ښاغليو ويس برمك، محمد آصف رحيمي او نجيب اوژن په وينا،۷۱ ميليون افغاني نقدې پيسي، ۲۷۲۹۳ ميتريك ټنه غنم ، ۸۹۴۷   ټنه نور خوراكي توكي، ۱۲۸۴۰ ميتريك ټنه سونگ توكي  او له څلور سوه زره ډېرو خلكو لپاره  روغتيايي  خدمات په پام كي نيول شوي، چې د اړتيا په وخت به ترې كار واخلي.

د بېړنيو حالاتو د كميټي  غړيو ډاډ څرگند كړ، چي د چمتوالي له مخي به  تر ډېره بريده د احتمالي خطراتو مخه ونيو شي.

دا په داسي حال كي ده، چي د هر كال په ژمي كي د طبيعي پېښو له كبله ډېر خلك له ستونزو سره مخ شوي او په ډېرو مواردو كې خپل ژوند هم له لاسه وركوي.

Trending

Exit mobile version