تازه خبرونه

د بېړنیو حالاتو د کمتې په پیاوړي کولو ټینگار وشو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي یوالي د حکومت اجرائيوي رییس داکتر عبدالله عبدالله وايي، چې د بېړنیو حالاتو د کمیتې وړتیاوې باید زیاتې شي.

وروستيو ورښتونو او په ځینو ولایتونو کې د بیسارې واورې د وریدو له کبله، چې خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه هم اړولي، حکومت په را روان پسرلي کې د لا زیاتو طبیعي ناورینونو وړاندوینه کوي، چې باید سر له اوسه ور ته تابیا ونیول شي.

د ملي یوالي حکومت اجرائيوي رييس داکتر عبدالله عبدالله د بېړنیو حالاتو د کمتې په پیاوړي کولو ټینگار کوي، چې په وینا یې وکولی شي په راتلونکي پسرلي کې له احتمالي طبعي آفتونو سره مبارزه وکړای شي.

واورې ښوییدنې له لیرې پرتو سیمو سره اړیکې هم پرې کړي، چې د ښاغلي عبدالله په وینا دغه ستونزه د دې لامل شوې، چې زیانمنو سیمو ته ناوخته لاسرسي پیدا کړي او مرستې ور ورسوي.

افغان حکومت په اتلس ولایتونو کې د طبیعي ناورینینو او آفتونو له کبله د لسگونه کسانو له مړینې وروسته درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ.

د یادوني وړ ده، چې زیاتره ځاني او مالي زیانونه د واورې ښوییدنې له کبله په پنجشیر ولایت کې خلکو ته اوښتي دي

خبریاله فرحناز فروتن .

Trending

Exit mobile version