تازه خبرونه
د بېکاره کسانو شمېر په زیاتېدو دی – د کارګرو صنفي اتحادیه
د کارګرو صنفي اتحادیه وایي؛ د ملي یووالي حکومت باید د کارګرو حقونه خوندي کړي او د کار ګرو هغه ستونزې حل کې چې تیر نظام نه دي حل کړی.
دا څرګندونې په کابل کې د کارګر د ورځې په و یاړ جوړه شوې غونډې کې وشوې چې دې غونډې ته سلګو نه کارګر هم راغلي وو چې د خپلو حقونو غوښتونکی دي.
د کارګرو د صنفي اتحادیې رییس کاکوجان نیازی وايي؛ ورځ ته بلی په هیواد کې د بیکاره کسانو شمیرپه لوړیدوده چې اوس هم له څلورو میلونو څخه زیات کسان بې کاره دی.
دی وايي حکومت د بې کارۍ د له منځه وړلو لپاره هیڅ کار نه دۍ کړی.
ښاغلي نیازی زیاتوي؛ هغه کسان چې په دولتی او خصوصی ادارو کې په کارونو بو خت دي، د هغوی حقوق هم نه ورکول کیږی.
هغه وايي د کار ګرو د حقونو لپاره یی یوه طرحه ملی شوره ته وړاندې کړې تر څو د قانون بڼه غوره کړي.
“موږ ملي شورا ته یوه داسې طرحه وړاندې کړې چې یوه کارګر باید د میاشتی ۲۷۰۰۰ افغانۍ تر لاسه کړی تر څو هغه دژوند لو مړنی چاري په ښه ډول پرمخ یو سي.
په ورته وخت کې د کار او ټو لنیزو چارو وزارت هم وايي چې د کار په قانون کې د تعد یلا تو ترڅنګ يي د کار ملي پالیسی هم جوړه کړې او د چارو ادارې ته يي استولي؛ خو دغې ادارې هیڅ پریکړه نه ده کړې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال حسام الدین همراه:
“موږ دکارګرو د ټولو حقونو د تامین لپاره ژمن یو؛ په همدې موخه مو هم له کارګرو او هم کارفرمایانو سره خبرې پیل کړي تر څو د کارګرو شته ستونزې کمې شي.“
د کار او ټولنیزو چار وزارت د معلوماتو له مخي دمګړی ۱۲ میلونه کسان دکار په شرایطو برابر دي چې له دې جملی څخه يي څلور میلونه بی کاره دي.
دغه وزارت هم ورځ تر بلې د بې کاره کسانو د شمیر په زیاتدیو اندیښنه څرګندوي.
خبریال: اسلم حجاب